ایکنا نیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي، یوې فرانسوئ خپرونې د لیبیا د برخلیک په یادونې سره لیکلی دي، په زیات احتمال سره هماغه برخلیک د سورئې په انتظار کې دی او دغه وضعیّت سیمه تر کلونوکلونوپورې له دغه شان برخلیک سره مخامخیدلی شي.
وایرل مګ فرانسوي خپرونې ، په یوه تحلیل کې د وسرئې اوسنی حالت د معمر قذفی د حکومت له نسکوریدا وروسته د لیبیا هیواد وضعیّت ته ورته وبالۀ او وې وئيل؛ هره شیبه په سورئې کې په بغاؤت او ډلبندۍ کې ددغه هیواد د ډوبیدا اندیښنه لاپسې زیاتیږي.
پارس ټوډې راپور ورکړی، وایرل میګ فرانسوئ خپرونې ددې خبرې په کولو سره چې بهرني جګړه مار، په سورئې کې د وسلواو اعتراض کونکو مرستې کوي، روښآنه کړې ده ، سوریه د بشار اسد له نسکوریدا وروسته په یوې ټوټه ټوټه کیدونکي ټاټوبی بدلیږي او اعتراض کونکي به د واک په سر سره سخته سیالي وکړي؛ دغه وضعیّت یوه داسې لویه خپسکه ده چې دد سیمې د هیوادونو لپاره به په ځان پسې کډوالۍ،بې ثباتۍ او بحران ولري.
وایرل مګ په دوام کې لیکي، ددغې دړې وړې کیدا په مقابل کې ظاهرا نړیواله ټولنه بې وسه پاتېکیږی او په سورئې کئې د سیاسی لارې چارې د موندلول پاره ډيپلومآټيکې هڅې بې نتیجې دي.
د سورئې دپوځ لوي درستیز والۍ د یکشنبې په سهار وختي په یوې اعلامیې کې د دغه هیواد د ولسمشر بشار اسد دحکومت نسکور شوی اعلان کړ. د سورئې د پوځ دقوماندانۍ اعلامیه ، د وسلوالو ډلو ټپلو او ترهه ګرو په وسیله د پلازمینې دمشق له نیول کیدا وروسته او هم له هیواده د بشار اسد له تښتیدا وروسته خپره شوه.
https://parstoday.ir/fa/world-i4034